د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، متحد ایالاتونه به د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د پیاوړتیا لپاره د غزې په بیارغونه کې مرسته وکړي.
بلېنکن پرون سې شنبه (د غبرګولي ۳مه) وویل، د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو د مخنیوي لپاره د غزې ناوړه انساني وضعیت ته په پاملرنې او د دې سیمې د بیارغونې د پیلېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ده په عین حال کې وویل، امریکا باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې دا انساني مرستې حماس ته نه رسېږي.
امریکا حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.