د افغان هندوانو او سېکهانو په نوم افغانستان کې یوه ملي فرهنګي ورځ نومول کېږي

په مشرانو جرګه کې د سېکهانو او هندوانو استازې انارکلي هنریار

ولسمشر غني د سې شنبې په ورځ د سېکهانو او هندوانو له استازو سره په ارګ کې د لیدو پر مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته امر کړی چې د افغان هندوانو او سېکهانو په نوم دې یوه ملي فرهنګي ورځ ونوموي.

په دې غونډه کې له هنده راستنې شوې یو شمېر کورنۍ هم وې.

په دې وروستیو کې د هندوانو او سېکهانو نږدې ۵۰ کورنۍ له هنده بېرته افغانستان ته ستنې شوې.

صفي‌الله ستانکزي په مشرانو جرګه کې د سېکهانو او هندوانو له استازې انارکلي هنریار سره پر دغو موضوعاتو خبرې کړي.

مرکه دلته واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له انارکلي هنریار سره مرکه