د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې په بغلان کې د طالبانو له زندانه ۶۲ تنه خوشي کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په نورزوک سیمه کې دا زندان تېره شپه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې مات شو.
په اعلامیه کې راغلي چې له دې زندانه ۳۶ پوځیان او ۲۶ ملکیان راخلاص شوي دي.
دفاع وزارت ادعا کړې چې د زندان ۴ ساتونکي یې وژلي او زندان یې هم ویجاړ کړی دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې وړمه شپه افغان امنیتي ځواکونو د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه بنده ۴۱ تنه خوشې کړل.