اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي وټاکل شو

ارشیف، د ملګرو ملتونو غونډه

افغان حکومت غلام محمد اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د خپل دایمي استازي په توګه ټاکلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلی اسحاقزی به نژدې وخت کې خپله نوې دنده پيل کړي.

د اعلامیې له مخې اسحاقزی له ۲۰۱۶ کال نه تراوسه په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه دنده مخته وړې.

تر دې وړاندې د شااوخوا دوه نیمو کلونو لپاره عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې وه.