"ملي جنترۍ کې دې یوه ورځ د افغان هندوانو او سکهانو د فرهنګي ورځې په نوم ثبت شي"

راستانه شوي افغان سکهان او هندوانو له ولسمشرغني سره وکتل

جمهوري ریاست وايي، په ملي جنترۍ کې د هندوانو او سکانو د فرهنګي ملي ورځې په نوم، د یوې ورځې نومول، د دغو قومونو کلتوري ارزښتونو ته درناوی څرګندوي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، محمد امیري پرون سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ولسمشر عدلي او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ته سپارښتنه وکړه چې په ملي جنترۍ کې دې یوه ورځ د افغانستان د هندوانو او سکانو د فرهنګي ملي ورځې په نوم ثبت شي او د علومو اکاډمۍ د کوشانیانو څېړنیز مرکز کې یوه څانګه د افغانستان د هندوانو او سکانو د تحقیقاتي څانګې په نوم جوړه شي."

په مشرانو جرګه کې د هندوانو او سکانو استازې، انارکلي هنریار، نورو فعالانو او سیاستوالو د دې اعلان هرکلی کړی دی.

په وروستیو کې د هندوانو او سکانو ۴۰ کورنۍ چې هندوستان ته کډه شوې وې، بېرته افغانستان ته راغلې چې پرون یې له ولسمشر غني سره وکتل.