د امریکا سفارت غوښتنه: د سیډني مایزل موندونکي ته به جایزه ورکړل شي

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې خیریه کارکوونکې سیډني مایزل

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې خیریه کارکوونکې د موندنې لپاره یو وار بیا خپله غوښتنه تکرار کړه.

دغه سفارت پرون سې شنبه (د غبرګولي ۴مه)په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه کس ته به څه باندې ۵ میلیونه امریکايي ډالر ورکړل شي چې معلومات یې د سیډني مایزل د موندل کېدو سبب شي.

د امریکا حکومت تېره اوونۍ هم د خیریه کارکوونکې سیډني مایزل د موندنې پرسر د جایزې اعلان کړی و.

د امریکا د سفارت د پرونۍ اعلامیې له مخې، دغه مېرمن په ۲۰۰۸میلادي کال په کندهار کې له خپل موټرچلوونکي محمد هادي سره د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شوه.

ویل شوي، دغې مېرمنې په کندهار کې د امریکا په یوه پراختیايي ادارې لپاره د کار تر څنګ په کندهار پوهنتون کې د انګرېزۍ ژبې تدریس کاوه.

په کابل کې د امریکا شارژدافېر او سرپرست راس وېلسن ویلي، موږ تر ۱۳ کلونو وروسته غواړو پوه شو چې پر هغې څه تېر شول؟