د ایران د دولت ویاند وايي، هیله من دی چې تهران به ډېر ژر د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې پر بیا برحاله کېدو یوې موافقې ته ورسېږي.
علي ربیعي پرون سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) دا څرګندونې داسې وخت وکړې چې د ایران یوه مخکښ مذاکره کوونکي خبرداری ورکړی چې په دې برخه کې لا هم جدي مسایل پاتې دي.
په ویانا کې له تېرې میلادي میاشتې ایران او د نړۍ پیاوړو هېوادونو، په څو پړاوونو کې مذاکرې وکړې چې تهران او واشنګټن د اټمي موافقې رعایت ته وهڅوي.
علي ربیعي وویل، د بندیزونو د لېرې کېدو په ګډون پر لویو لانجو عمومي موافقې شوې دي.
ده وویل چې د مذاکرو پړاوونو ته په پام، پاتې مسایل ډېر کوچني دي چې د هغوی حل ته خوشبیني لري.
خو د ایران مخکښ مذاکره کوونکي عباس عراقچي په دې باب محتاطانه څرګندونې وکړې. هغه وویل چې ځینې مهم مسایل لا هم مذاکرو ته اړتیا لري.