د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، دی به نړیواله ټولنه وهڅوي چې له غزې سره مرسته وکړي.
په غزه کې تېره اوونۍ اوربند وشو او د اسراییل او فلسطیني وسله والو ترمنځ د ۱۱ ورځنۍ جګړې پرمهال اسراییل د غزې پر تړانګې خونړۍ بمباري وکړه.
د دې جګړو پر مهال تر دوه سوه پنځوس ډېر کسان ووژل شول چې غوڅ اکثریت یې فلسطینیان وو.
بلېنکن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره نن په بیت المقدس کې تر لیدو وروسته وویل چې واشنګټن به په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅې وکړي، خو په ورته وخت کې به دا ډاډ ترلاسه کړي چې پر غزې واکمنه حماس ډله د بیارغاونې له مرستو ګټه ترلاسه نه کړي.
سیمې ته د بلېنکن د دې لنډ سفر پر مهال ټاکل شوې ده چې دی د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره د لویدیځې غاړې په رام الله کې وګوري او بیا مصر او اردن ته ولاړ شي.