هلمند چارواکي: سږ به د شاتو د تولید کچه۳۵.۷ ټنو ته لوړه شي

ارشیف، شات

په هلمند ولایت کې د شاتو تولیداتو کچه څه باندې ۳۵ ټنو ته ورسېده، ددې ولایت د کرنې رییس زلمی الکو نن سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دې ولایت کې د شاتو مچیو روزلو کاروبار په غوړېدو دی چې دا مهال سلګونه کسان په کې په کار بوخت دي او له همدې لارې کورنۍ ته نفقه برابروي.

د هغه په خبره تېر کال د دې ولایت د شاتو د تولید کچه ۲۴.۵ ټنه وه چې سږکال به دا کچه ۳۵.۷ ټنو ته لوړه شي.

ښاغلي الکو وویل چې د هلمند ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا کروندوګرو ته نږدې ۴۰۰ بابه د شاتو مچیو فارمونه جوړ شويچې د هرکال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید په زیاتېدو دي.

دا مهال د دې ولایت فارمونو کې ۱۳ زره او ۱۲۰ صندوقه مچۍ تر روزنې او پالنې لاندې دي.

د هلمند ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۸ کال کې د هلمند په کچه ۱۷.۵ ټنه، په ۱۳۹۹ کال کې بيا ۲۴.۵ ټنه شات تولید شوي و او په روان ۱۴۰۰ کال کې به د دې ولایت د شاتو د تولید کچه ۳۵.۷ مټریک ټنو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د شاتو مچیو د کاروبار د لا پراختیا په پار د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له دوی سره مرستې او همکارۍ شوي دي.

په هلمند کې د شاتو مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یو شمېر کسانو د شاتو مچیو روزلو ته مخه کړي چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه شات تر لاسه کړي.

په دې لړ کې سلګونه کسانو ته د کاروبار زمینه برابره شوې ده او تر ډېره یې اقتصاد ورسره ښه شوی دی.