په بامیان ولایت کې د یوه ورځني نندارتون پر مهال د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت د مېرمنو په لاس تولید شوي محصولات او لاسي صنایع پلورل شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه یو ورځنۍ نندارتون پرون جوړ شوی و چې مېرمنو په کې خپل لاسي صنایع او په لاس جوړ شوي تولیدات نندارې ته اېښي وو.
نوموړي وویل دا ډول نندارتونونه د مېرمنو د ظرفیت لوړونې او لاسي صنایعو ته د بازار موندنې لپاره ارزښمن دي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، دوی ژمن دي چې په روان لمریز کال کې افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه ورته نور نندارتونونه هم جوړ کړي.