د هرات چارواکي: د طالبانو له یوه زندانه ۴۱ بندیان خوشې شوي

ارشیف، هرات کې امنیتي سرتیري

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې افغان کومانډو ځواکونو په هرات ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۴۱ بندیان خوشې کړي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان تېره شپه د طالبانو پر یوه زندان د کومانډو ځواکونو د چاپې پر مهال خوشې شول: "زموږ ۴۱ تنه هېوادوال چې نولس سرتېري هم په کې وو، د پښتون زرغون ولسوالۍ په ماراباد سیمه کې د طالبانو له یو زندانه خوشې شول."

ښاغلي فرهاد زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال اووه تنه طالبان چې د زندان ساتونکي وو، هم وژل شوي دي.

د طالبانو ویندویانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.