غزني چارواکي: وسله واله نښته کې یو پولیس او ۴ طالبان وژل شوي

ارشیف، غزني کې یو پولیس سرتیری

د غزني چارواکي وايي، په یوه وسله واله نښته کې ۴ تنه وسله وال طالبان او یو پولیس وژل شوی دی.

د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۳مه) رسنیو ته په لیږل شوي پیغام کې ویلي، د غزني مرکز د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه قدم سیمه کې دغه پېښه رامنځ ته شوې.

دی وايي: "د تروریستانو یوه ګروپ د پولیسو پر رېنجر موټر ډزې کړې وې چې په ترڅ کې یې یو پولیس شهید شوی او یو ټپي دی، همدغه ګروپ له سیمې په تېښته بریالی شوی و چې د پولیسو تر څارنې لاندې وو، د قلعه قدم په سیمه کې په مخامخ جګړه کې، همدغه څلور سره تروریستان وژل شوي، د هغوی یو شمېر وسلې، مهمات او یو موټر هم د پولیسو لاسته ته ورغلی دی."

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.