په فاریاب کې د نوي معرفي شوي والي پر ضد له پراخو مظاهرو وروسته دولت دغه ولایت ته نوی سرپرست والي معرفي کړ.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د فاریاب ولایت پخوانی مرستیال عبدالمقیم راسخ اوس د ولایت د سرپرست والي په توګه ټاکل شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې دا کار د را ولاړو شوېو ستونزو د حل او د خلکو د غوښتنې له مخې شوی دی.
دا ګام له هغه وروسته پورته شوی چې فاریاب ته د دولت له خوا د والي په توګه د محمد داوود لغماني معرفي کېدو پراخ اعتراضونه وپارول.
دا اعتراضونه د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند د پلویانو له خوا و او هغوی ویل چې والي ته د کار اجازه نه ورکوي.