ملګرو ملتونو او ایران د اټمي تأسیساتو د تفتیش مودې پر غځولو موافقه وکړه

د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې ادارې او ایران موافقه کړې چې د هغه توافق موده د یوې بلې میاشتې لپاره وغځوي چې د تهران د اټمي تأسیساتو تفتیش ته اجازه ورکوي.

دا موافقه هغو ډیپلوماتیکو هڅو ته نور فرصت ورکوي چې هدف‌یې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې خوندي کول دي.

د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي نن په ویانا کې یوې خبري غونډې ته وویل هغه جزئیات چې مخکې موافقه پرې شوې وه، د راروانې جون میاشتې تر ۲۴مې پورې تمدیدېږي. په «IAEA» کې د ایران استازي کاظم غریب ابادي هم پر خپل ټویټر دا خبر تأیید کړی دی.

د دې ادارې د تفتیش هدف دا دی چې معلومه کړي چې ایا ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې په اساس پر خپلو ژمنو عمل کوي که نه.

تهران او واشنګټن له اپرېل میاشتې راهیسې د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د نورو لاسلیکوونکو په منځګړیتوب په ویانا کې غیر مستقیمې خبرې کوي.