ملګري ملتونه: افغانستان کې به د بشري مرستو رسوونکو مؤسسو فعالیت جاري وي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان بشري مرستې

ملګري ملتونه وايي چې د بشري مرستو رسوونکې مؤسسې به په افغانستان کې خپل فعالیت جاري وساتي او ملیونونه اړو افغانانو ته به د بې‌پرې مرستو رسولو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون ادارې یا اوچا په یوه بیان کې چې نن خپور کړ ویلي چې د روانې جګړې، د غذايي مصونیت د ستونزو او د کرونا د وبا د ناوړه اغېزو په نتیجه کې په تېر یو کال کې د هغو افغانانو شمېر دوه برابره زیات شوی چې بشري مرستو ته اړ دي.

بیان زیاتوي چې د دې وضعیت په نتیجه کې د بشري مرستو رسوونکو ټولنو وپتېیله چې په افغانستان کې د خپلو بدلېدونکو عملیاتو بیاارزونه وکړي.

په بیان کې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه شوې چې ملکي وګړو، د بشري مرستو رسوونکو او نورو مرستندویو ټولنو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.