چارواکي: د لغمان پر زندان د طالبانو برید په شا وتمبول شو

ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات

د لغمان چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د لغمان پر زندان د طالبانو برید په شا تمبولی دی.

د لغمان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې تېره شپه طالبانو پر مرکز مهترلام او د دې ولایت پر نورو سیمو حملې پیل کړې.

په همدې حال کې د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز او سرپرست دفاع وزیر په مشرۍ یو پلاوی د امنیتي وضعیت د څېړنې لپاره لغمان ته تللی.

د لغمان امنیه قوماندان لطف‌الله کامران د ده په خپله وینا د جګړې له ډګر څخه ازادي راډیو ته وویل چې د لغمان امنیت ډاډمن دی.

ښاغلی کامران وايي چې په دې جګړه کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

له دې مخکې د لغمان والي رحمت‌الله یارمل ویلي و چې د دې ولایت د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال او څو نورو چارواکو په ګډون‌یې شاوخوا ۱۰۰ تنه پوځي منسوبین د وظیفوي غفلت له کبله تحقیقاتو ته کېنولي دي.