د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د کمانډو ځواک په عملیاتو کې په بغلان ولایت کې ۸ تنه پوځیان د طالبانو له زندانه خوشې شول.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن رسنیو ته وویل، د دغو پوځيانو د خوشې کېدو لپاره تېره شپه د بغلان جدید ولسوالۍ په عمرخېلو کلي کې عملیات وشول.
ښاغلي امان د خوشې شویو کسانو عکسونه هم خپاره کړي چې په لاسونو کې یې ولچکونه ښکاري.
طالبانو د دې موضوع په باب تبصره نهده کړې.