شپیګل د حامد کرزي له قوله: له افغانانو د یو بل پر خلاف کار اخیستل کېږي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • شپیګل

د جرمني شپیګل مجلې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یوه مرکه خپره کړې ده.

ښاغلي کرزي ویلي، له افغانانو د یو بل پر خلاف کار اخیستل کېږي او په افغانستان کې د سولې کیلي د پاکستان په لاس کې ده.

حامد کرزي دې پوښتنې ته چې دی ولې وسله‌والو طالبانو ته چې وېره خپروي او د حکومت هر کارکوونکی په مرګ ګواښي، د ورور خطاب کوي؟ وویل، ده په خپله واکمنۍ کې درک کړه چې دا د افغانانو جګړې نه‌ده، بلکې په دې جګړه کې له افغانانو د یو بل پر ضد کار اخیستل کېږي، جمهوریت د طالبانو او طالبان د جمهوریت پر خلاف کارول کېږي.

حامد کرزي دې پوښتنې ته چې څوک د چا په وړاندې درېدلي؟ ویلي چې امریکا د سپټمبر د ۱۱مې تر ترورېستي حملو وروسته په افغانستان کې د خپلو نړیوالو اهدافو د تعقیب لپاره یو تاریخي فرصت ترلاسه کړ.

ده ویلي، افغانستان مهم جغرافیايي موقعیت لري چې د برلاسۍ په ننني نړیوال رقابت کې یې ستراتېژیک ارزښت زیات دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر شپیګل مجلې ته ویلي، پاکستان هم په عین وخت کې په افغانستان کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو کار اخلي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دې پوښتنې ته چې ایا په افغانستان کې د سولې د یوازنۍ بیې په توګه د کابل له‌خوا د ډیورند کرښې په رسمیت پېژندل امکان لري؟ شپیګل مجلې ته ویلي، که افغانستان د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په څېر له پاکستان سره اړیکې ولري، ښايي یوه حل‌لار پیدا شي.

د کرزي په خبره، په هغه صورت کې به ډیورنډ کرښه یوه ساحه وي، نه یو ثابت سرحد، خو رسماً به وجود لري.

ښاغلي کرزي د توضېح په ډول ویلي، غواړي د کرښې په دواړو غاړو کې پراته ولسونه له کنټرول پرته تګ راتګ سره وکړي، هغسې چې د ده په وینا د جرمني او فرانسې ترمنځ دا اصل شته.

  • ایرو اېشیا رېویو

ایرو اېشیا رېویو خپرونې په دې عنوان لیکنه خپره کړې، "که افغانستان له ګډوډیو سره مخامخ شي، ایا پاکستان به په امان کې پاتې وي؟"

خپرونه زیاتوي چې پاکستان له افغانستان سره تر ۲،۴۰۰ کیلومترو زیاته اوږده پوله لري، شک نه‌شته چې د افغانستان سوله او ثبات پاکستان ته هم ګټه رسوي.

خو د لیکوال په باور په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتو دي او د جګړې ښکېل لوري لا هم د سولې پر کومه موافقه نه‌دي سلا شوي، امکان لري چې د پاکستان ګټې له ګڼو چلنجونو سره مخامخ شي.

ایرو اېشیا رېویو خپرونې لیکلي، په کار ده پاکستان په دې پړاو کې د خپلو اهدافو او انتخابونو په اړه په احتیاط ګام پورته کړي.

د لیکنې په دوام راغلي، ځیني کسان وايي چې پاکستان هڅه کوي په افغانستان کې خپل اهداف د نیابتي جګړې له لارې ترلاسه کړي.

د خپرونې په لیکنه، څرګنده ده چې په پاکستان کې دننه افراطي ډلې له افغان طالبانو سره فکري مشترکات لري چې په عملیاتي لحاظ ورسره همکاري کوي.

په مطلب کې راغلي، پاکستاني طالبانو تل افغان طالبانو ته وفاداري ښوولې او په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو پیاوړي کېدل احتمالاً دغه نورې افراطي ډلې هم قوي کوي.

خپرونې د پاکستان د یوې سناتورې شیري رحمان خبرې هم رااخیستي چې ویلي یې دي، پاکستان باید له افغانستانه د جګړې د خپرېدو اټکل وکړي او په خپل ګاونډي هېواد کې د جګړې بشري اړخونه هم په پام کې ولري.