د بلاروس له‌خوا د یوې الوتکې د مسیر بدلولو پېښې د پلټنې غوښتنه وشوه

بلاروس کې هغه الوتکه چې په‌کې د رژیم منتقد خبریال رومان براتاسویچ ناست و.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د یو شمېر اروپايي هېوادونو مشرانو په ګډه د بلاروس له‌خوا د یوې الوتکې د مسیر د بدلولو د پېښې د جدي پلټنې غوښتنه وکړه.

بلاروس هغه الوتکه چې په‌کې د رژیم منتقد خبریال رومان براتاسویچ ناست و له اصلي لوري وګرځوله او په مېنسک کې ناستې ته مجبوره کړه.

الوتکه له یونان څخه لیتوانیا ته روانه وه.

رومان براتاسویچ د بلاروسي مظاهره‌چیانو په ملاتړ خبرونه خپرول. دی همدا چې د سورلۍ الوتکه‌یې په مېنسک کې کېناسته په هوايي ډګر کې ونیول شو.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ دې پېښې ته په غبرګون ویلي چې د ناټو متحدینو د الوتکې د مسیر بدلون څارلی او د بلاروسي خبریال د نیول کېدو راپور یې ورکړی.

سټولټنبرګ په خپل ټویټر باندې پرون ماښام دا هم لیکلي چې دا یوه جدي او خطرناکه پېښه وه او نړیوالو څېړنو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره بلاروس باید د الوتکې د ټولو مسافرینو او خدمې د خوندي ستنېدو ډاډ ورکړي. اخوا روسي رسنیو راپور ورکړی چې په دې الوتکه کې د بم د موجودیت په اړه اندېښنه وه او په همدې خاطر د مېنسک هوايي ډګر کې ناستې ته اړ شوه.

په بلاروس کې ګڼ خلک له میاشتو راهیسې د مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا پر ضد مظاهرې کوي، خو په شدت د حکومتي ځواکونو له‌خوا ځپل کېږي.

خبریالان او سیاسي فعالان هم د ګڼو مظاهره‌چیانو ترڅنګ زندانونو ته اچول شوي او کار ته نه‌دي پرېښودل شوي.