غزني کې ترافیکې پېښې یوه مېرمن وژلې او ۳ تنه نور یې ټپیان کړي

غزني کې ترافیکې پېښه

په غزني ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یوه مېرمن مړه شوې او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د یکشنبې (د غبرګولي ۲مه)په ورځ رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې یو فلډر موټر د موټروان د بې احتیاطۍ له امله چپه شوی دی.

ښاغلی جمعه زاده زیاتوي: "په یاده پېښه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، له ډلې یې یوه مېرمن شهیده شوې، دوه مېرمنې او یو نارینه په کې ټپیان دي، دم ګړۍ یاد کسان د مقر ولسوالۍ په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي."

جمعه زاده زیاتوي، دغه کسان د غزني مقر ولسوالۍ د لړمې سیمې اوسېدونکي وو چې غزني مرکز ته روان وو او د اب بند ولسوالۍ د تودې چینې په سیمه کې دا پېښه رامنځ ته شوې ده.