چارواکي: د هرات د طبي بوټو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هرات ولایت د طبي بوټو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن یکشنبه (د غبرګولي په ۲مه) ازادي راډیو ته وویل، د هغې احصایې له مخې چې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا ترسره شوي په ۱۳۹۹ کال کې له دې ولایت د طبي بوټو د صادراتو کچه د تېر کال پرتله ډېره شوې ده.

د احصايې له مخې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې له هرات ولایته د طبي بوټو صادرات نږدې شل زره ټنو ته رسیدل چې ۲۱ میلیونه امریکایي ډالر ارزښت یې درلود، خو په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د دغه بوټو صادرات شپږ دیرش زره ټنه ته لوړ شوي چې ۴۰ میلیونه امریکايې ډالر ارزښت لري.

په یادو طبي بوټو کې تور او سپینه زیره، کُنځلې، خاکشیر، د ریحان تخم او نورې طبي ګیاوې او بوټي شامل دي چې ډېری یې ترکیې، هند اروپایي او عربي هېوادونو ته صادریږي.

افغانستان د لوړ کیفیت لرونکي طبي بوټو د تولیداتو له پلوه په سیمه او نړۍ کې یو له خورا مهمو هېوادونو څخه دی چې د دغه هېواد د صادراتو لویه برخه جوړوي.