د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف نن یکشنبه (د غبرګولي ۲مه) وویل چې د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې او تهران ترمنځ د څارنې درې میاشتنۍ موافقه پای ته رسیدلې ده.
که څه هم د ایران او د نړۍ ترمنځ د اټمي تړون د ژغورنې لپاره ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، خو د قالیباف په دې خبرې سره ښایي کړکېچ لا زیات شي.
د ایران نیمه دولتي فارس خبري اژانس د ښاغلي قالیباف له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، د مې له ۲۲مې نېټې وروسته به دغه نړیواله اداره اجازه ونه لري چې د دغې درې میاشتنۍ موافقې له مخې په اټمي تأسیساتو کې دننه د نصب شوېو کمرو له لارې معلومات راټول کړي.
د ایران د پارلمان د رییس دغه څرګندونې د دې یوه بله نښه ده چې د متحدو ایالاتونو او نورو پرمخ چې هڅه کوي له ایران سره یوې موافقې ته ورسېږي، ور تړل کېږي.
د نړیوالې اټمي انرژۍ ادارې روانه اوونۍ وویل چې له تهران سره په خبرو لګیا دي چې د څارنې د موافقې پروسه څه ډول مخ ته یوسي. دغه موافقه په ۲۰۱۷ میلادي کال شوې او له مخې یې دغې ادارې ویلي و چې د ایران د اټمي موادو او تجهیزاتو دوه زره ځایونه یې مهر او لاک کړي دي.