کونړ چارواکي: د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون ۳ طالبان وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت

کونړ کې چارواکي وایي، تېره ورځ شلتن ولسوالۍ کې يې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون درې تنه وژلي او يو یې ژوندى نيولى دی.

په کونړ کې د ملي امنيت رياست د مطبوعاتو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې د وسله والو د سرې قطعې قوماندان قاسم او نورو ملګرو د شلتن ولسوالۍ اړوند دللم کڅ سېمه کې له خلکو د غنمو عشر راټولولو چې پرې د ملي امنيت صفر ۴ قطعې پرې عمليات کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو عملياتو د قاسم په نوم د طالبانو قطعې قوماندان د خپلو دوه ملګرو سره وژل شوى او يو ملګرى يې ژوندى نيول شوى.

تراوسه وسله والو طالبانو د حکومت له خوا د شوې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.