د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ناټو د هغه اعلان هرکلی کړی چې وايي، د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ پرون (جمعه-د غبرګولي ۳۱مه) په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې ناټو به د افغان ځواکونو د وړتیاوو د لوړونې، مالي ملاتړ، روزنې او لوژستیکي خدماتو په برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن شنبه (د غبرګولي ۱مه) خپره شوه ویلي دي چې د افغانستان او ناټو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل پیل په هېواد کې د ترورېزم پر ضد د ګډې مبارزې او د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره خورا مهم دی.