لغمان کې ۱۰ پرمختیایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

په لغمان کې د ۱۲.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰ پرمختیايي پروژې بشپړې شوې

په لغمان ولایت کې د لسو پرمختيايي پروژو کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د کلیو د پراختيا او بیارغونې وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن شنبه( د غبرګولي په ۱) ازادي راډیو ته وویل چې د دې پروژو له لارې به زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې زرغونې شي، د سيلابونو د زيانونو مخه به ونيول شي او د څو بېلابېلو سيمو د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې به هم هوارې شي.

په دغو پروژو کې د اوبو لګولو د کانالونو، استنادي دېوالونو او د کليو د سړکونو جوړول شامل دي چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له خوا بشپړې شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ ډېری دغه پروژې د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې پلې شوي دي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د دغو پروژو د جوړولو لپاره نږدې ١٣ ميليونه افغانۍ لګولي دي.