د افغانستان دفاع وزارت وایي، هلمند کې یې د طالبانو د سرې قطعې یو مهم قوماندان وژلی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وژل شوی کس د لښکرګاه د باباجي سیمې لپاره د سرې قطعې مشري پر غاړه درلوده.
خبرپاڼه کې د دغه طالب قوماندان نور هویت نه دی په ډاګه شوی، خو ویل شوي پرون د هوایي او ځمکنیو عملیاتو ترڅ کې پرې برید وشو.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
وروستیو څو اونیو کې د افغانستان د ځینو نورو سیمو په څېر د لښکرګاه شااوخوا کې جګړو زور اخیستی او له کبله یې د سیمې سلګونه کورنۍ هم بې ځایه شوي دي.