محمود خان اڅکزی: طالبان دې تاوتریخوالی ودروي

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی ودروي.

ښاغلي اڅکزي تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، نړۍ نن د پوهې داسې کچې ته رسیدلي چې د ښکلا لپاره ان وحشي ژوي نه وژني، خو په خبره یې افغانان هره ورځ وژل کېږي او څوک ارزښت هم نه ورکوي.

نوموړي د افغانستان د جګړې لامل د ګاونډیو لاسوهنه بللې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې هم غوښتي چې د افغانستان له قضیې د ګاونډیو لاس لنډ کړي.

د پاکستان دغه سیاستوال ویلي، که ګاونډیان د افغانستان د جګړې اور ته همداسې لمن ووهي، د جګړې اور به تر دغو هېوادونو هم ورسیږي.