مطالعه: ایران د ډیجیټلي پیسو د کارونې په وسیله له بندیزونو تښتي

د بیټ کوین ډیجیټلي پیسو شااوخوا څلور اعشاریه پنځه فیصده تولید په ایران کې دننه کېږي. 

د یوې شوې مطالعې پایلې ښيي چې ایران د ډیجیټلي پیسو د کارونې په وسیله له لګول شوېو بندیزونو تېښته کوي.

دا مطالعه د الیپتیک په نوم یوه تحلیلي بنسټ له خوا ترسره شوې ده.

مطالعې موندلې چې د بیټ کوین ډیجیټلي پیسو شااوخوا څلور اعشاریه پنځه فیصده تولید په ایران کې دننه کېږي.

ایران له دې لارې سلګونه میلیونه ډالر عاید د بیټ کوین په بڼه ترلاسه کوي، دا عاید کولای شي له بهره د وارداتو او د امریکا له خوا د لګول شوېو تعزیراتو له اغیز سره مرسته وکړي.

کله چې امریکا ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو له اټمي تړونه ووته، واشنګټن د ایران ټولې کلیدي صنایع او بانکي شبکې تحریم کړې.

له دې بندیزونو وروسته د ایران د تېلو صادرات چې د عاید یوه مهمه سرچینه یې ده، ډېر کم شول.