جلالي: ناټو باید د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي

د چارو کتونکی او په واشنګټن کې د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي

د چارو کتونکی او په واشنګټن کې د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي وایي، ناټو له افغانستان سره د ملګرتیا اوږدمهاله تړون لري او باید د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلی جلالي له افغانستان سره د ناټو د مشارکت دوام هم کومه نوې تګلاره نه بولي او وایي، دا لارې چارې د دواړو لورو ترمنځ پخوا مشخصې شوې دي.

د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودین ښاغلی جلالي د یوې مرکې په پيل کې پوښتلی چې له افغانستان سره د مشارکت په اړه د ناټو د عمومي منشي نوی اعلان په څه معنا؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه