د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې چاودنې لږترلږه ۶ کسان ووژل

د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې نننۍ چاودنه

د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې نن په یوه چاودنه کې لږترلږه ۶ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

چاودنه هغه موټر ته نږدې وشوه چې د یوې محلي مذهبي سیاسي ډلې مشر په‌کې ناست و.

د دې حملې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی او پولیس وايي چې د دې پېښې په اړه‌یې څېړنې روانې دي.

د پولیسو یوه مشر عبدالبشیر وویل، چاودنه هغه وخت وشوه چې د جمعیت علمای اسلام ګوند محلي مشر، عبدالقادر د فلسطینیانو په ملاتړ په یوه لاریون کې برخې اخیستو ته روان و.

که څه هم د پولیسو یوه مرستیال مشر د ټپیانو شمېر ۵ تنه ښوولی، خو نورو چارواکو د ټپیانو شمېر ۱۴ بللی دی.