د اوبو د تنظیم ملي اداره: د کجکي بند د دوهم لاټ چارې ۳۵ فیصده بشپړې شوي

د هلمند د کجکي بند

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د هلمند د کجکي بند د دوهم لاټ د جوړونې چارې ۳۵ فیصده بشپړې شوې دي.

د دې ادارې ویاند نظام‌الدین خپلواک نن جمعه ازادي راډیو ته نور معلومات ورکړل: "تر اوسه پورې [د دوهم لاټ] د جوړولو چارې ۳۵ فیصده مخ ته تللې دي. دغه بند د ۲۰۹ ملیونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړېږي چې ټولټال د ۱۵۱ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. یو میلیارد متر مکعب اوبه به ذخیره کوي."

د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د کجکي بند د دوهم لاټ په جوړېدو سره به په هلمند او کندهار کې د برېښنا د کموالي ستونزه تر ډېره حل شي.