په فارياب او بدخشان ولايتونو کې نږدې ۴۰ لیتره شراب ونيول شول.
په لومړي ګام کې د فارياب له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د نشهيي موادو خرڅولو پر يوه مرکز عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۳۰ لیتره شراب ونيول شول.
په پام کې وه چې دا شراب د فارياب مرکز ميمنه کې وپلورل شي.
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني ازادي راډيو ته وويل، د بدخشان پولیسو هم د دې ولایت په مرکز فیضاباد کې اووه لیتره شراب د قاچاقو پر مهال نيولي دي.