ننګرهار کې زرګونه نشه‌يي ګولۍ او تر ۱۰ کيلوګرامو ډېر ترياک ونيول شول

ارشیف، نشه‌یي ګولۍ

د ننګرهار ولايت پولیسو په دې ولايت کې زرګونه نشه‌يي ګولۍ او تر ۱۰ کيلوګرامو ډېر ترياک ونيول.

لومړي عمليات چې د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې وشول، په نتيجه کې يې په یوه کور کې دوه نفره له ۱،۲۷۷ نشه‌يي ګولیو سره ونيول شول.

د يادونې وړ ده چې دوه مياشتې مخکې هم پولیسو له دې کور څخه ۴،۳۸۵ نشه‌يي ګولۍ ترلاسه کړې وې، خو هغه وخت د دې نشه‌يي موادو دوه قاچاق کوونکي تښتېدلي وو چې دا ځل ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، دوهم عمليات د ننګرهار ولايت په غني‌خېلو ولسوالۍ کې وشول چې په نتيجه کې يې ۱۶نيم کيلوګرامه ترياک ونيول شول، خو قاچاق کوونکي يې لا تر اوسه پورې نه‌دي نيول شوي.