اسرائیل، حماس او د فلسطین اسلامي جهاد ډلې پر اوربند موافقه وکړه

فلسطین د اوربند د لمانځلو پر مهال

اسرائیلو او په غزه کې دوو فلسطیني ډلو ویلي چې پر اوربند یې موافقه کړې.

د اسرائیل امنیتي کابینې پرون ناوخته وویل چې په یوه خوله‌یې د دوه اړخیز او بې‌قیده‌وشرطه اوربند په ګټه رایې ورکړې دي. د دې اوربند منځګړیتوب مصر کاوه، خو اسرائیلي چارواکو ویلي چې د اوربند د انفاذ پر وخت تر اوسه موافقه نه‌ده شوې.

د حماس او اسلامي جهاد فلسطیني ډلو هم په یوه بیان کې د اوربند موافقه تأیید کړې او ویلي یې دي چې له نن شپې څخه به نافذ وي.

د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړل شوی چې مصر به دوه پلاوي، یو اسرائیل او بل د فلسطینیانو قلمرو ته واستوي څو پر اوربند څارنه وکړي.

دا خبر یوه ورځ وروسته له هغه ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو غوښتنه وکړه چې د کړکېچ د کمولو او د مصر، قطر او ملګرو ملتونو د منځګړیتوب غوښتنې ومني.

د اسرائیلو او فلسطیني وسله‌والو ترمنځ جګړه د روانې مې میاشتې په ۱۰مه د بیت‌المقدس په اشغال شوې ختیځه سیمه کې له کړکېچ وروسته پیل شوه او په ترڅ کې یې مسلمانان او یهودان سره ونښتل.

د تېرو ۱۲ ورځو په جګړه کې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا ۲۳۲ کسان چې زیات شمېر ښځې او ماشومان هم په‌کې وو د اسرائیلي پوځ د سلګونه هوايي او توپچي حملو په نتیجه کې ووژل شول.

همداراز د اسرائیلي چارواکو په وینا د غزې له تړانګې پر اسرائیلو د حماس په راکټي حملو کې ۱۲ تنه اسرائیلیان وژل شوي دي.