د طالبانو د بریدونو دوام؛ د لغمان دولت شاه د سقوط ضد او نقیض څرګندونې

ارشیف، په لغمان کې افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د سقوط ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي دي. طالبان ادعا کوي چې ولسوالۍ يې نیولې او د امنیتي ځواکونو ځینې تجهیزات هم په لاس ورغلي، خو ملي دفاع وزارت دا خبره نه مني او وايي، ځواکونه یې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د دې وزارت ویاند روح‌الله احمدزی وايي: "د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې زموږ ځواکونو مؤقتاً تاکتیکي شاتګ کړی، په هېڅ ډول د دښمن له لوري سقوط نه دی ورکړل شوی. زموږ ځواکونه په ټول قوت هلته شته او دښمن ته مو درنه مرګ‌ژوبله اړولې."

احمدزی وايي د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې زموږ ځواکونو مؤقتاً تاکتیکي شاتګ کړی

د لغمان د ولایتي شورا رییس عتیق‌الله عبدالرحیم‌زي هم مني چې امنیتي ځواکونو په تاکتیکي شکل د ولسوالۍ ودانۍ پرېښې.

نوموړی وايي: "دوی بې له جنګه له ولسوالۍ وتلي او نجیل پوځي کمپ ته د ولس په همکارۍ تللي. له ځان سره یې خپل تجهیزات او ټپیان هم وړې دي."

د مې له لومړۍ نېټې وروسته چې له افغانستان د بهرنیو عسکرو د وتلو بهیر پیل شو، په افغانستان کې جګړه هم تېزه شوې.

په دې اړه نور: لغمان چارواکي: دولت شاه ولسوالۍ نه ده سقوط شوې

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د مې له لومړۍ نېټې تراوسه یې په بغلان، کندهار، هلمند، کندهار او لغمان کې ۷ ولسوالۍ نیولي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا ادعا نه مني.

د دې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، طالبان له برید وروسته، د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي او نه یوازې دا چې بېرته په شاه شوي، بلکې درنه مرګ‌ژوبله هم ور اوښتې ده.

ښاغلي ارین زیاته کړه: "په هغو ولسوالیو کې چې دوی د بهرنیو ترهګرو په ملاتړ بریدونه وکړل، هلته هم وځپل شول. لکه د کندهار په ارغنداب او میوند ولسوالیو کې او همداراز د هلمند او نورو ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې. د دوی د بهرنیو ترهګرو په ګډون سلګونه کسان له‌منځه یوړل شول."

ښاغلی طارق ارین وویل، طالبان له برید وروسته، د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي

د امنیتي بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو دوه اوونۍ وړاندې د بغلان برکه ولسوالۍ تر ولکې لاندې راوسته، خو ژر بېرته امنیتي ځواکونو ترې ونیوه، خو د میدان وردک نرخ ولسوالي لا هم د دې ډلې تر ولکې لاندې ده.

په همدې حال کې لانګ وار ژورنال په یوه راپور کې د ځینو امنیتي بنسټونو له قوله لیکلي، طالبانو د فبروري تراوسه د افغانستان د پنځو ولایتونه مرکزونه تر محاصرې لاندې راوستې.

د هلمند لښکرګاه، کندهار، د ارزګان ترینکوټ، د بغلان پلخمري او کندز هغه ښارونه دي چې د دې راپور پر بنسټ، طالبانو پرې بریدونه زیات کړي، خو دا ډله نه ده توانېدلې له دې مرکزونو یو هم ونیسي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو اوس‌مهال ۱۷ ولایتونو کې جګړه پیل کړې، خو پرضد یې سخت پوځي عملیات هم روان دي،خو د دې وزارت چارواکي وايي، هغو سیمو کې چې دې ډلې نفوذ کړی، ژر به ترې پاکې شي.

دفاع وزارت وايي طالبانو اوس‌مهال ۱۷ ولایتونو کې جګړه پیل کړې،

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو له لارې ۱۷۶ طالبان وژلي او ۱۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه شان په همدې موده کې یې د طالبانو له‌خوا ۴۸ کړۍ ځای پرځای شوي ماینونه هم شنډ کړي دي.

خو دا جګړه یوازې د افغان ځواکونو او طالبانو په مرګ‌ژوبله بسنه نه کوي، بلکې تازه یوازې نن پنجشنبه (د غويي ۳۰مه) سهار د هلمند د لښکرګاه ښار د شکران په سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودلی چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي دي.

افغان حکومت وايي، ماین طالبانو ځای پرځای کړی و، خو طالبان دا خبره نه مني.