په کابل کې د اوبو د کاریز پروژه بشپړه شوه

کابل کې د اوبو د کاریز پروژه

د افغانستان د کليو او بيارغونې وزارت وايي، په کابل کې د اوبو لګولو د کاریز پروژه بشپړه شوه.

د دې وزارت وياند فريدون اژند نن پنجشنبه (د غویي په ۳۰مه) ازادي راډيو ته وويل، د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په کوز ملنګ کلي کې د اوبو لګولو د کاریز څاګانې، د اوبو رسوونکي کانال او د اوبو زېرمتون جوړ شوي دي.

د ښاغلي اژند په خبره، د دغې پروژې د تطبیق پرمهال چې له ملي بودجې تمویل شوې ۳۱۲ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۵۰۰ ځايي اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې دغه پروژه د سیمې ۱۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه کې باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راوستي.