لاوروف خپل امریکایي سیال سره د افغانستان پر وضعیت هم غږیدلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن سره

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، له خپل امریکایي ساري انتوني بلېنکن سره یې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې لاوروف د ایسلنډ په پلازمېنه ریکياوېک کې تر غونډې وروسته وویل چې دواړو لورو موافقه وکړه چې هغو ګډو اقداماتو ته به دوام ورکړي چې د سیمه ییزو کړکېچونو په اړه یې ښه نتیجه ورکړې، هغه کړکېچونه چې د ده په وینا امریکا او روسیه په کې یو شان ګټې لري.

لاوروف په دې برخه کې د افغانستان په اړه د تروېکا ډله چې روسیه، چین او متحدو ایالات یې اصلي غړي وو او په دې وروستیو کې پاکستان هم په کې شامل شوی، اغېزمنه وبلله او زیاته یې کړه چې ده او بلېنکن پر دې خبرې وکړې چې په دغه مرحله کې په څه ډول کولای شي چې دغه ګډ اقدامات لا اغېزمن کړي.

مسکو د افغان سولې په اړه د ثور د میاشتې په لسمه د ترویکا د وروستۍ غونډې کوربه و.