افغان چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د غور-هرات پر لویه لاره درې تنه مسافرین وژلي دي.
د غور د والي ویاند زلمي کریمي ویلي چې وسله والو طالبانو تېر مازدېګر د غور – هرات ترمنځ لارې په بند ماین سیمه کې دغه مسافر له موټرو ښکته کړي او د کورنیو په مخ کې یې په ډزو وژلي دي.
ښاغلي کریمي وویل چې امنیتي ځواکونو دغه مړي د غور ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.
طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
تردې شااوخوا ۲۰ ورځې دمخه هم پنځه تنه مسافر د غور-کابل پر لاره د هغو کسانو له خوا ووژل شول چې افغان چارواکو د طالبانو غړي بللي وو.