د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي، په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د جوړېدو لپاره د فرعي کانالونو کار روان دی.
د دغې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک تېر ماښام (چهارشنبه-د غويي ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د فرعي کانالونو د جوړېدو چارې دا مهال دوام لري او په وینا یې په بشپړېدو سره به یې د بخش اباد د بند د بدنې اصلي چارې پیل شي.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه: "د دې کانالونو په بشپړېدو سره به د بخش اباد بند پر بدنې کار پیل شي چې ۶۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت جوړیږي. دا بند به د اوبو د مدیریت، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د برېښنا د تولید او هېوادوالو ته د کاري زمینو په برابرولو کې خورا ګټور وي."
ښاغلي خپلواک یې دقیق وخت ونه ښود چې د فرعي کانالونو د جوړېدو چارې به څه وخت پای ته رسېږي؟
په نیمروز کې د کمال خان بند تر پرانیستې وروسته افغان چارواکو د شورابک او شاوعروس بندونو د ژر بشپړېدو زیری هم ورکړی وو.
تردې وړاندې د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویلي و چې په پام کې ده روان کال د ۴۴ نوېو بندونو د جوړېدو چارې هم پیل شي.