په روسیه کې یو ویډیو وېبلاګر او پېژندل شوی سیاسي فعال په پنځه کاله حبس محکوم شو.
نیکولای پلاتوشکین د حکومت په اړه یو انتقادي مطلب پر انټرنټ خپور کړی او پرته له دې چې اجازه ولري، خلک یې د حکومت ضد مظاهرو ته بللي وو.
نوموړی د ۹۵۰ امریکایي ډالرو معادل جریمه شوی هم دی.
د بشري حقونو فعالانو دا پرېکړه غندلې او وایي چې حکومت هڅه کوي په دې ډول سختو اقداماتو د سېپټمبر میاشتې تر پارلماني انتخاباتو دمخه انتقادي نظریې چوپ کړي.
پخوانی دیپلومات نیکولای پلاتوشکین په تېر جون میاشت کې په کورني نظربند محکوم شوی و.
پلټونکو هغه تورن کړی چې له مجوز درلودلو پرته خلک مظاهرو او بې نظمیو ته بولي، خو ده د برائت ادعا وکړه.