د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د پولو د ترسیم لپاره د مسکو وړاندیز

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د پولې نقشه

مسکو وایي، د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د پولو د ترسیم لپاره یې د یوه ګډ کمېسیون د جوړېدو وړاندیز کړی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د اذربایجان د یوه شکمن پوځي یرغل له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ یو وار بیا کړکېچ راپورته شو.

ارمنستان د اذربایجان ځواکونه تورن کړل چې څو کیلو متره د دوی خاورې ته ننوتي دي او هڅه یې کړې چې د ځمکې د ملکیت ادعا وکړي.

اذربایجان بیا ټینګار کوي چې ځواکونه یې د ارمنستان خاورې ته نه دي ننوتلي او یوازې د خپلو سرحدونو په اوږدو کې په خپله خاوره کې دننه هغو سیمو ته تللي چې په ژمي کې هلته ورتګ ګران وو.

دغه سرحدي شخړې داسې مهال رامنځته شوي چې اذربایجان او ارمنستان څو میاشتې دمخه د نګورنو قره باغ بېلتون غوښتونکي سیمې پرسر شپږ اوونۍ له یو بل سره وجنګېدل.

په دې جګړه کې شااوخوا ۶ زره کسان ووژل شول او په تېر نوومبر میاشت کې د مسکو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د ارمنستان ځینې سیمي چې له څو لسیزو راهیسې د دوی تر واک لاندې وې، له لاسه ورکړي.