روسیه په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې 'یوه پرمختللې اډه' جوړوي

ارشیف، یو شمېر روسي سرتېري او پوځي وسایط

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې د یوې پرمختللې اډې د جوړولو لپاره د روسیې د چمتووالي خبر ورکړ.

لاوروف ویلي چې هېواد به‌یې له تاجکستان سره په دې اړه په نږدې راتلونکي کې یوه موافقه لاسلیک کړي.

ښاغلی لاوروف زیاتوي: "موږ نن د ډله‌ییز امنیت د سازمان په چوکاټ کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. د روسیې ځواکونه د ترورېزم ضد عملیاتو کې په منظم ډول برخه اخلي. په نږدې راتلونکي کې تمه لرو چې د دولتونو ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شي."

په اوس وخت کې د تاجکستان په درېیو اډو کې نږدې ۷،۰۰۰ روسي سرتېري دېره دي.