ټوين سيټيز: له زړه‌ورو افغان نجونو څه زده کولای شو؟

يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر د افغانستان د روانې جګړې په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله په دې پوښتنه پیلېږي چې ایا د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان د امنیت له پلوه پر خپلو پښو ودرېږي که نه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د مقالې لیکوال لیکي چې دا په دوو مواردو پورې تړاو لري. یو دا چې ایا شااوخوا درې لکه افغان ځواکونه پر طالبانو برلاسي کېدای شي او ایا طالبان په افغانستان کې د سولې په خاطر له خپلو ظالمانه تاکتیکونو لاس اخیستلای شي.

په مقاله کې د امریکا استازو جرګې ته د سې شنبې په ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وینا ته هم اشاره شوې چې ویلي يې دي، طالبانو تغیر کړی دی. د ده له قوله راغلي چې طالبانو ورته ویلي، کله چې دوی په ۹۰یمه لسیزه کې واک ته ورسېدل، دوی د یوه هیواد په اداره نه پوهېدل او دوی په دې کار کې پاته راغلل. خو په مقاله کې د خلیلزاد له قوله راغلي چې دی وايي: موږ د طالبانو پر خبره نه بلکه پر عمل باور کوو او باید ووینو چې څه کیږي.

  • ټوين سيټيز

ټوين سيټيز خپرونې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: 'له زړه‌ورو افغان نجونو څه زده کولای شو؟'

په دې مقاله کې د عارفې په نوم د هغې نجلۍ په اړه لیکل شوي چې په دشت برچي کې د مې په اتمه نېټه د ښوونځي مخې ته په بمي حمله کې ټپي شوې وه.

د مقالې په وینا عارفه ۱۷ کلنه ده او په حمله کې تر ټپي کېدو وروسته اوس هم خپلو زده‌کړو ته ژمنه ده.

د لیکوال په وینا، افغان نجونې او هلکان که څه هم ښايي د کتابونو، قلمونو او لپټاپونو له کمښت سره مخامخ دي، خو نړۍ ته د یو څه ورزده کولو لپاره ډېر څه لري.

په دې مقاله کې راغلي چې سخت‌دريځي پر ښوونځیو ځکه حملې کوي چې سخت‌دريځي د نجونو زده‌کړې خپلې اډیالوژي ته جدي تهدید ګڼي.

مقاله د ملالې یوسفزۍ یادونه کوي چې پاکستاني طالبانو هغه له همدې کبله ویشتلې وه.