د اردوغان د څرګندونو په اړه د امریکا غبرګون انقره په غصه کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د امریکا متحده ایالاتو پر هغو څرګندونو انقره په غصه شوې چې د یهودانو په اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان وروستۍ څرګندونې یې د یهودانو ضد او ناوړه څرګندونې بللې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبې په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات د اردوغان دغه څرګندونې په کلکه غندي او زیاتوي د یهودانو ضد ویناوې په هېڅ ځای کې ځای نه‌لري.

ترکیې د امریکا دغه تورونه رد کړي او د اردوغان یوه ویاند عمرچیلیک هغه درواغ بللي دي.

د ترکیې ولسمشر اردوغان چې د فلسطینیانو کلک ملاتړی دی، په خپلو څرګندونو کې اسرائیل د فلسطینیانو پر ضد په ترورېزم تورن کړی او ویلي یې دي چې ترورېزم د دوی په خټه کې دی.

په منځني ختیځ کې کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې اسرائیل د مې له ۱۰مې راهیسې په غزه کې د حماس ډلې پر ضد هوایي بریدونه پیل کړي دي. دا وروسته له هغې چې له غزې د اسرائیل پر لور توغندي ویشتل شول.

نن د ورځې په پیل کې هم دواړو لورو پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړ.

فلسطيني چارواکي خپل لور ته د ۶۳ ماشومانو په ګډون د تر۲۰۰ زیاتو کسانو د وژلو خبره کوي او اسرائیل هم د ۱۲ تنو وژل تأیید کړي دي.