راس وېلسن: داعش په افغانستان کې پیاوړی ځواک دی

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن وایي، د اسلامي دولت ډله یا داعش تر اوسه په افغانستان کې یو پیاوړی ځواک دی او په وروستیو کې یې په کابل کې د خونړیو حملو مسؤلیت اخیستی.

خو ښاغلي وېلسن له فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې طالبان په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي مسؤل وبلل او هغوی یې له شوي تړونه په سرغړونه تورن کړل.

د ښاغلي ویلسن اشاره له طالبانو سره د امریکا د تېر کال د دوحې تړون ته وه چې طالبانو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې ژمنه کړې چې القاعده یا نورو ترورېستي ډلو ته به اجاره ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر امریکا یا متحدینو یې حملې وکړي.

ښاغلي وېلسن وویل: "دا چې داعش تر اوسه په دې هېواد کې د یو قوي ځواک په توګه پاتې دی، د دې او ځینو نورو مسایلو په اړه اندېښنې د دې سبب شوي چې موږ له افغان چارواکو سره د امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړو."

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې ټول امریکایي ځواکونه به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي، خو امریکایي چارواکو ویلي چې د افغانستان له دولت او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.