چارواکي: د ننګرهار د هندواڼو سږني حاصلات ۷۹ زره ټنو ته رسېږي

ارشیف

د ننګرهار ولایت د هندواڼو سږني حاصلات به څه باندې ۷۹ زره ټنو ته ورسېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبې (د غویي په ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار په ۱۹۹۵ هکټاره ځمکه کې سږکال هندواڼې کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۷۹ زره او ۲۰۱ مټریک ټنه حاصلات ترې تر لاسه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د دې ولایت په ۱۸۴۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې چې ۷۳ زره او ۶۰۰ ټنه هندواڼې ترې راټولې شوي وې.

نوموړي وویل چې بزګرانو سره د کرنې وزارت همکارې، په عصري بڼه کرکېله، د غوره تخم انتخاب او د طبیعي افتونو نشتون ددې لامل شوی، چې په ياد ولايت د هندواڼو حاصلات زیات شي.

ننګرهار د هندواڼو کرکېلي او ودې لپاره مناسب اقلیم لري؛ په همدې موخه ددې ولایت ډېری بزګران هندواڼو کرکېلي ته زړه ښه کوي.

د کرنې وزارت په وينا د ننګرهار ولایت د هندواڼو حاصلات په مناسب موسم کې بازار ته وړاندې کېږي او د پلور ښه فرصت لري.