سبا پنجشنبه کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل کېږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه (د غويي ۳۰مه) په کابل کې د کورنيو تولیداتو یو لوی نندارتون پرانیستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبې (د غویي په ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې په یاد نندارتون کې به ۶۰ قلمه کورني تولیدات چې دا مهال د افغانستان په صنعتي ښارګوټو کې تولیدیږي نندارې ته کېښودل شي.

احمدي زیاته کړه: "دا نندارتون د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري جوړیږي او له ټولو ولایتونو څخه صنعت کاران ور بلل شوي، څو خپل محصولات نندارې ته کړي."

نوموړي وویل چې په دغو ۲۰۰ غرفو کې به هغه کورني تولیدات او صنعتي مواد چې افغانستان کې دا مهال ځان بسیاینې نه نږدې شوی نندارې ته کېښودل شي.

د یاد درې ورځنې نندارتون ۵۰ سلنه غرفې به د میرمنو په واک کې ورکړل شي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي،دا ډول نندارتونونه د هېواد د کورني تولیداتو د بازار موندنې لپاره ګټورې پایلې لري.