خلیلزاد: دا تېروتنه ده چې ویل کېږي افغان ځواکونه تیت او طالبان واک ته رسېږي

ارشیف، افغان امنیتي سرتیري

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وایي، دا اندېښنه بې ځایه ده چې ویل کېږي افغان امنیتي ځواکونه تیت او پرک او طالبان په لنډ وخت کې واک ته رسېږي.

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې پرون سې شنبې (د غویي په ۲۸مه) د امریکا د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته وکړې.

خلیلزاد وویل، اړتیا نشته چې ویره رامنځته شي او په خبره یې نړیوال ځواکونه له طالبانو سره د هوکړې له مخې له افغانستانه وځي.

نوموړي وویل: "د افغانستان له خاورې به پر موږ د هرې حملې د یوې ځالې په توګه د القاعده یا بلې هرې تروریستي ډلې د استفادي د مخنیوي په برخه کې طالبان د خپلو ژمنو د پوره کولو مسوول وبولو او ورسره به حساب وکړو. که له افغانستان د ترورېزم ګواښ راپورته شو، موږ به ورته چمتو واوسو."

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړیو په دې غونډه کې له افغانستانه د هغو زرګونه کسانو د اېستلو غوښتنه وکړه چې له امریکایي او ایتلافي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

دوی ویلي، د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې باید دغه کسان له افغانستانه وایستل شي، ځکه داسې وېره شته چې طالبان به یې ووژني.

خلیلزاد بیا دغو افغان کار کوونکو ته د ګواښ کچه کمه بللې ده.