د امریکا د متحدو ایالاتونو حکومت، افغانستان کې د یوې امریکایۍ خیریه کارکوونکې د موندنې پرسر د څه باندې ۵ میلیونو ډالرو انعام اعلان کړ.
په هغه اطلاعیه کې چې پرون سې شنبه (د غويي ۲۸مه) ناوخته په کابل کې د امریکا سفارت هم خپره کړې، ویل شوي: د سیډني مایزل په نوم دغه بشرپاله کارکوونکې په ۲۰۰۸میلادي کال په کندهار کې له خپل موټر چلوونکي محمد هادي سره لادرکه شوه.
د اطلاعیې له مخې مایزل چې په پښتو یې هم خبرې کولی شوې، درې کاله په دغه ولایت کې تېر کړي وو چې په کندهار پوهنتون کې د انګرېزۍ ژبې ښوونکې هم وه.