امریکا: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ۲۰ سلنه بشپړ شوي

ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري

د امریکا مرکزي قومانداني وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له ۱۳ تر ۲۰ فیصدو پورې بشپړ شوي دي.

د دې قوماندانۍ په خبره له کله چې ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو سپارښتنه کړې (C-17) ډوله الوتکو په ۱۱۵ هغو کې وسایل او تجهیزات بار او له افغانستانه ایستل شوي دي.

قومانداني وايي، تر ۵۰۰۰ زیات نور پوځي وسایل د تخریب لپاره د امریکا دفاع وزارت ته سپارل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د امریکا دفاع وزارت په پام کې لري چې د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې خپل ۲۵۰۰ پوځیان او ۱۶۰۰۰ نور قراردادیان له افغانستانه وباسي.

د روان میلادي د سېپټمبر ۱۱ مه، پر امریکا د القاعده شبکې د تروریستي حملو له شلم کال سره برابره ده.

هغه پېښه افغانستان ته د نړیوال ائتلاف د راتګ او د طالبانو د نظام د نسکورېدو سبب شوه.